انصار: ( دغبرګولی۱۵مه)، د ۲۰۲۴ کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د ۱۲۵ منډو په توپیر سره د یوګانډا ملي لوبډلې څخه وکټله.
دغه لوبه نن سه شنبې د غبرګولي ۱۵ مه په ویسټ انډیز کې د افغانستان پر وخت سهار ۴:۳۰ بجې پیل شوه، چې پچه یا ټاس یوګانډا لوبډلې وګاټه او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
افغانستان د رحمن الله ګربز د ۷۶ او ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ منډو پر مټ په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره یوګانډا لوبډلې ته ۱۸۴ منډو هدف کېښود.
خو د یوګانډا لوبډلې په ۱۶ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۵۸ منډې وکړې او دغه لوبه یې افغانستان ته د ۱۲۵ منډو په توپیر وبایلله.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي په ۴ اورونو کې د ۹ منډو په ورکولو سره پنځه ویکټې تر لاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
دغه راز نوین الحق دوه، راشد خان دوه او مجیب الرحمن هم یوه ویکټه تر لاسه کړه.
دا د ۲۰۲۴ کال د کرکټ نړیوال جام په ۲۰ اوریزه لوبه کې د افغانستان لومړۍ لوبه وه چې په ښه توګه یې وګټله.
د افغانستان راتلونکې لوبه د پاپینوګیني سره راتلونکې جمعې په ورځ ده.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/31914